تعقيبي- غزني ښار (پژواک، ٣٠ غويی ٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د غزني په مرکزي زندان او څلورو ولسواليو کې يې د طالبانو بريدونه پر شا تمبولي دي.
په يادو سيمو کې دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې هم کوي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني په مرکزي زندان او دويمې او درېمې ناحيې پر پوستو بريدونه وکړل.
امرخېل وايي چې تېره شپه په ده يک، اب بند، واغظ او زنخان ولسواليو هم جګړې شوې دي.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې د پاکستاني طالبانو په ګډون ١٥ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د امرخېل د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې درې پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه: ((طالبانو غوښتل چې مرکزي زندان او ځيني نورې سيمې ونيسي خو پرې مو نښودل چې خپل هدف ته ورسېږي.))
خو قوماندان زياته کړه چې په واغظ ولسوالۍ کې اوس هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
دغه راز د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي نعيم الله پژواک ته وويل چې د شپې شاوخوا نهه بجې د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې يوه چاودنه وشوه او بيا تر سهاره د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
هغه په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
د واغظ يو اوسېدونکي د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ سخته جګړه روانه ده.
هغه وايي: ((د عسکرو يو ټانګ هم طالبانو نيولى و او له ځان سره بوت.))
login or register a new account.