Language

حکومت دې د لیکوالو ژوند او د هغوی د اثارو چاپ برخې ته پاملرنه وکړي

مزارشريف (پژواک، ۳۱ غويی ۹۶): د بلخ ولايت ليکوالان وايي چې دولت بايد د کتاب د چاپ لپاره ځانګړې پروسه او اصول ولري، دوی دغه راز دولت له ليکوالو سره د هغوی د کتاب د چاپ په برخه کې پر نه همکارۍ تورنوي.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا د غويي په ۳۱مه د دغه ولايت ۲۵ ليکوالو ته د تېر يو کال په اوږدو کې د هغوی د چاپ شوو اثارو پر بنسټ ستاینليکونه ورکړل.

خو ليکوالان شکايت کوي چې دوی تل په معنوي توګه په ستاينليکونو او مډالونو نازول شوي، د ژوند اقتصادي اړخ د ښه توب لپاره يې پام نه دی شوی.

نجيب پاڅون چې تېر کال يې يو اثر چاپ شوی، پژواک خبري اژانس ته وويل چې کتاب يې د دولت له خوا نه، بلکې د يوې خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوی.

نوموړي زياته کړه چې د کتاب ليکلو په پار ورته کومه حق الزحمه نه ده ورکړل شوې، بلکې د خپل اثر د چاپېدو لپاره يې خواري هم کړې دي.

د هغه په وينا، دولت بايد نه يوازې د کتاب د چاپ په برخه کې له ليکوال سره مرسته وکړي، بلکې داسې مېکانيزم رامنځ ته کړي چې هر ليکوال د خپل چاب کتاب له خرڅلاو څخه ګټه هم وکړي.

ليکوال ګل رحيم نيازمند پژواک ته وويل چې په نوره نړۍ کې ليکوال د کتاب له ليکلو وړاندې د خپل کتاب د ګټې په اړه فکر کوي.

نوموړي زياته کړه چې هلته داسې میګانيزم جوړ شوی چې نه خراب کتاب چاپېږي او نه هم د سم کتاب ليکوال د خپل کتاب چاپېدو ته حيران وي.

هغه دا نيوکه هم وکړه چې ځيني داسې کتابونه هم په افغانستان کې چاپېږي چې په يو وار لوستو هم نه ارزي.

نيازمند وويل چې د داسې کتابونو چاپېدو هم د کتاب پر بازارموندنې منفي اغېز کړی دی.

خو نوموړي ټينګار وکړ چې دولت بايد د کتاب د چاپېدو په برخه کې ځانګړې اصول او تګلاره ولري.

د هغه په وينا، که چېرې سم کتابونه چاپ شي، دولت مرسته وکړي نو لرې نه ده چې افغان ليکوال هم د خپل ليکل شوي کتاب پر مټ ښه ژوند ولري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.