Language

“د پکتیکا ځیني امنیتي کسان د نشه یي توکو په قاچاق کې ښکېل او روږدي دي”

ښرنه (پژواک، ٣١ غويى ٩٦): د پکتيکا د استيناف څارنوالۍ رييس وايي، د دغه ولايت يو شمېر امنيتي کسان د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس لري او يو شمېر يې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

د استيناف څارنوالۍ رييس اسدالله وزيري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، پکتيکا د هېواد له هغو ولايتونو دى چې د نشه يي توکو کښت په کې صفر شوى، خو په دې وروستيو کلونو کې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو شمېر په کې زيات شوی دی.

هغه زياتوي، په تېره يوه مياشت کې د نشه يي توکو اړوند ١٢ دوسيې ورته رسېدلې چې تر ډېره ملي امنيت په دغه کار کې مهم رول لوبولی او عاملين يې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

وزيري وايي، ولس دې دولت په ځانګړي ډول څارنوالۍ ته د نشه يې توکو د کاروونکو، وړونکو، قاچاقيانو او پلورنځيو په اړه معلومات ورکړي، څو ټولنه له دې بدې او مرګونې پديدې وژغورل شي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د استيناف څارنوالۍ رييس وويل، دوی يو شمېر امنيتي کسان هم د نشه يي توکو د پېر او پلور له امله نيولي دي او اوسمهال په زندان کې وخت تېروي.

د هغه په وينا، اوسمهال د پکتيکا په ډېرو ولسواليو کې د څارنوالۍ څانګې فعالې شوې دي چې له امله يې په هره ولسوالۍ کې خلک خپلې ستونزې تر اړوند مديريت پورې په اسانه رسولی شي.

د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي رومان پژواک ته وويل، ډېری وخت د نشه يي توکو په پېر، پلور او قاچاق کې امنيتي کسان لاس لري.

هغه زياتوي، که پوليس وغواړي چې نشه يي توکي بند کړي، په يوه اوونۍ کې يې کولى شي، خو دغه کار نه کوي.

د نوموړي په خبره، دولت بايد په دې برخه کې قوي اراده ولري، که وضعيت همداسې روان وي، په ډېر نږدې راتلونکي کې به د پکتيکا په نارينه وو سربېره د ښځينه روږدو شمېر هم زيات شي.

د مرکز ښرنې يو بل اوسېدونکی مجاهد بيا وايي، د دغه ولايت يو شمېر خلک ځکه نشه يي توکو ته مخه کوي چې په دې وروستيو کلونو کې خلک په ځانګړي ډول ځوانان بېکاره شوي دي.

هغه له دولت څخه ځوانانو ته د کار پيدا کولو غوښتنه کوي او له امنيتي ځواکونو غواړي، هغه پوليس چې يا نشه يان وي او يا د نشه يي توکو په وړلو کې مرسته کوي، له دندو ګوښه کړي.

د يادونی ده، په دې وروستيو کلونو کې په پکتيکا کې د نارينه وو تر څنګ مېرمنې هم په دې بده پديده روږدي شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.