Language

د لوګر د عالمانو شورا مرستیال وژل شوی

پل علم (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېته ٩٦): ناپېژاندو وسله والو د لوګر د عالمانو شورا مرستيال پر ډزو وژلى دى.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د مرکز اړوند په کلنګار سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت د عالمانو شورا مرستيال مولوي عبدالغفور وژلى دى.

هغه وايي: ((مولوي صاحب له کوره جومات ته روان و چې ډزې يې پرې کړې او وژلى یې دى.))

ده وويل چې مولوي عبدالغفور له هېچا سره دښمني نه لرله او تل يې په هېواد کې د سولې لپاره تبليغ کاوه.

صالح وايي چې پوليس سيمې ته ورغلي او د يادې پېښې د عاملينو د نيولو هلې ځلې يې پيل کړې دي.

د کلنګار سيمې اوسېدونکي سيد داوود پژواک ته وويل: ((مولوي عبدالغفور زموږ د کلي د جامع جومات ملا امام هم و، نن سهار په کلي کې چا پرې ډزې کړې دي او وژلى يې دى.))

ده هم وويل چې مولوي عبدالغفور له چا سره دښمنې نه لرله او د نېکو اخلاقو څښتن و.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلنګار د لوکر د مرکز پل علم شمال ته په پنځه کيلومترۍ کې پرته سيمه ده چې کنټرول يې د افغان دولت په لاس کې دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.