Language

د غزني د پوهنې ریاست د املاکو مدیر وژل شوی

غزني ښار (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٦): په غزني ښار کې د سړک غاړې د ماين چاودنه کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د املاکو مدير وژل شوی دی.

د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد د غبرګولي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د غزني ښار د پس حصار په سيمه کې د دغه رياست د املاکو مدير پر موټر د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د پوهنې رياست د املاکو مدير سخي داد وژل شوى دى.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې پېښه کې نورو کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه اونۍ کې دوه ځلې په غزني کې ښوونځي پر ماينونو الوځول شوي دي.

login or register a new account.