Language

د غزني ښار کې د نښتې له امله طالبانو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٦): د غزني ښار د دريمې حوزې په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غبرګولي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني ښار د دريمې حوزې اړوند د توحيد اباد په سيمه کې پر ځينو پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د بريد په اړه يې له وړاندې خبر درلود نو مخنيوي لپاره يې پوره چمتووالى نيول شوى و.

ده وويل چې په ياده جګړه کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپى دى خو طالبان تر درې ساعته جګړې وروسته پر شا تمبول شوى دى.

دغه راز د توحيد اباد سيمې اوسېدونکي سيد حسين پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې يې په سيمه کې جګړه پيل شوه.

هغه وايي چې سهار يې د دوو طالبانو جسدونه ليدلي، خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

وسله وال طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه په غزني ښار کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

د مجاهد په وينا، د تېرې شپې په جګړه کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه اونۍ دا درېيم ځل دى چې وسله وال طالبان د غزني ښار پر پوستو بريدونه کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.