پل علم (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٦): د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ سلګونو خلکو د ځمکو د غاصبينو پر وړاندې لاريون کړی او د کابل- ګردېز لويه لار يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
دغه لاريون نن سهار (د غبرګولي درېيمه) نهه بجې پيل شوی چې د محمداغې ولسوالۍ قومي مشرانو او نورو اوسېدونکو په کې برخه اخيستې ده.
لاريون کوونکو د "مرګ پر غاصبينو" او "غاصبين دې بايد ونيول شي" شعارونه ورکول او له حکومت څخه يې په دې برخه کې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.
يوه لاريون کوونکي او قومي مشر شېرعلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په محمداغه کې درې زره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.
شېرعلي وايي: ((حکومت بايد دغه ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه کړي او بې سرپناه خلکو ته دې په کې ښارګوټې جوړ کړي.))
دغه راز بل لاريون کوونکي او قومي مشر عيسي خان وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي د استوګنې لپاره کورونه نه لري خو بيا ځمکې يې د ځينو خاصو کسانو له خوا غصب شوي دي.
هغه زياته کړه: ((ډېرو خلکو ځان ته په زراعتي ځمکو کې کورونه جوړ کړي، خو ډېر نور يې بيا نه زراعتي ځمکې لري او نه هم کور لري.))
يادو او نورو لاريون کوونکو ټينګار کاوه چې حکومت بايد هر څه ژر د محمداغې ولسوالۍ غصب شوې ځمکې د غاصبينو له منګولو وژغوري.
لاريون له تېرو دوو ساعتونو راهيسې د کابل- ګردېز لويه لار هم د محمداغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
لاريون کوونکي وايي، تر هغه يې چې قناعت نه وي حاصل شوى، دغه لار د ترافيکو پر مخ نه خلاصوي.
د کابل- ګردېز لويې لارې يوه موټر چلوونکي اجمل پژواک ته وويل: ((لاريون د خلکو حق دى خو لاريون کوونکي بايد نورو خلکو ته مشکلات جوړ نه کړي.))
دى وايي چې د لاريون ساحه کې دواړو لورو ته سلګونه موټر ولاړ دي چې په ځينو کې بېړني ناروغان هم شته.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP