Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند د واشیر ولسوالۍ د ملي امنیت پر مدیریت برید کې شپږ کسان وژل شوي

لښکرګاه (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): يوه باوري سرچينه وايي، د هلمند په واشير ولسوالۍ کې د ملي امنيت په کارکوونکو موټربم بريد شوى او شپږ تنه په کې وژل شوي دي.

د هلمند د امنيې قومندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان پژواک خبري ژانس ته وويل چې نن ماسپښين واشير ولسوالۍ ته څېرمه پر امنيتي ځواکونو د موټربم چاودنه شوې ده خو د تلفاتو په اړه يې کره معلومات نه لري.

ده ونه ويل چې دغه بريد پر کومو امنيتي ځواکونو شوې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم پېښه مني او وايي چې په اړه به يې بشپړ معلومات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

خو د ملي امنيت يوې باوري سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې د موټربم بريد د واشير ولسوالۍ د ملي امنيت پر مديريت شوى دى.

سرچينه زياتوي، په دې پېښه کې د امنيت د مدير تورجان په ګډون د امنيت شپږ کارکوونکي وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى او ويلي یې دي چې د کرولا موټر په وسيله په دغه بريد کې يې د ملي امنيت مديريت ودانۍ ويجاړه کړې او ١٩ تنه يې په کې وژلي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.