Language

د کندوز- خان اباد لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

کندوز (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): د کندوز- خان اباد لوىې لارې اوږدو کې پر امنيتي پوستو د وسله والو مخالفينو بريد له امله، دا لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د سپين زر ٨٠٨ زون قوماندانۍ وياند محفوظ الله اکبري نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو نن سهار شاوخوا پنځه بجې د کندوز-خان اباد لويې لارې پر سر د خان اباد ولسوالۍ د اندارابي قشلاق او عکس داود سيمو کې امنيتي پوستې تربريد لاندې راوستې.

نوموړي زياته کړه چې تر اوسه د وسله والو مخالفينو اوامنيتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده.

اکبري وويل چې درې طالبان ټپي شوي او د اندرابي قشلاق ، عکس داود او ګودام پر پوستو اوس هم جګړه روانه ده.

نوموړي زياته کړه چې د دې  نښتې په پايله کې د کندوز- خان اباد لويه لار تړل شوې ده او لسګونه موټر د لوې لارې دواړو خواو ته بند پاتې دي.

نورجزئيات به وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

Related Topics