کندهار (پژواک،۵غبرګولى۹۶): يوه باوري سرچينه وايي چې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې د ملي اردو ١٨سرتېري وژل شوي او ١٦نور ټپيان دي .
يادې سرچينې چې د نوم له خپرولو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل چى لسګونو وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې د ملي اردو پر يوه قرارګاه بريد وکړ، چې له امله يې جګړې شاوخوا درې ساعته دوام درلود.
د سرچينې په خبره چې په دې جګړه کې د ملي اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي، ۱۶ ټپيان او ۴ ژوندي نيول شوي او دغه راز په دې جګړه کې ۷ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو له ۳۰ د زیاتو سرتېرو د وژل کېدو او د یو شمېر وسلو او وسایطو د نیول کېدو ادعا هم کړې ده .
login or register a new account.