Language

فراه کې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فراه (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۶): فراه کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اناردره ولسوالۍ کې پنځو طالبانو ته د خپل ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال باهر د غبرګولي په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د اناردرې ولسوالۍ په ګرګک کلي پنځو طالبانو ته د ماین ځای پر ځای کولو پر مهال مرګ ژوبله واوښته.

د هغه په خبره چې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

خو وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

login or register a new account.