غزني ښار (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٦): د غزني يو شمېر چارواکي وايي چې د دغه ولايت د واغظ او خوږياڼو ولسواليو په هغو سيمو کې الوتکې د ناستې په حال کې لیدل شوې چې کنټرول يې له طالبانو سره دى.
د غزني د ولايتي شورا منشي حسن رضا يوسفي د غبرګولي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو درېيو شپو کې څو ځلې د واغظ او خوږياڼو ولسواليو په هغو سيمو کې الوتکې کېني چې واک يې له طالبانو سره دى.
هغه زياته کړه: ((خلکو پر خپلو سترګو ليدلې او بيا يې موږ ته راپور راکړى چې څرخي الوتکې راغلې او طالبانو ته يې ځيني توکي ورکړي دي.))
ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې اړه کره څېړنه وکړي.
د يادو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکو هم د الوتکو ناستې تاييد کړې دي.
د واغظ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد قادر پژواک ته وويل: ((طيارې راغلې، کېناستې وروسته په کلي طالبان راټول شوي، خو زه يې نور په اړه معلومات نه لرم چې د طالبانو او طيارو تر منځ به څه اړيکه وي.))
د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي عبدالکريم متين پژواک ته وويل چې دغه موضوع يې يواځې له خلکو څخه اورېدلې ده.
هغه وايي: ((خلکو موږ ته ويلي چې طيارې د طالبانو په ځاى کې ناستې وې، په دې اړه موږ اسناد او يا هم عکس نه لرو چې دغه موضوع دقيقه کړي.))
متين زياته کړه چې دغه خبره يې په کابل کې له حکومتي چارواکو سره شريکه کړې ده.
دغه راز د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم پژواک ته وويل چې ياده موضوع يې يواځې له خلکو اورېدلې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د سرپل ولايت په هغو سيمو کې هم الوتکې ناستې وې چې کنټرول يې اوسمهال له طالبانو سره دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP