Language

د لوګر د خوښۍ ولسوال له دوه ساتونکو سره ټپي شوی

پل علم (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٦): د لوګر ولايت د خوښۍ ولسوالۍ ولسوال او دوه ساتونکي يې د وسله والو طالبانو په یوه بريد کې ټپيان شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د غبرګولي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې وسله والو طالبانو د خوښۍ د ولسوال عبدالحميد حامد پر موټر وسله وال بريد کړى دى.

هغه وايي، دغه پېښه هغه مهال د مرکز پل علم په وزير کلا سيمه کې رامنځته شوه چې ولسوال له ولايت څخه ولسوالۍ ته پر لاره و.

ده زياته کړه چې په دې پېښه کې ولسوال او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

صالح وویل چې د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو پوليس سيمې ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې چې ولسوال عبدالحميد حامد د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوى دى.

هغه وايي: ((ولسوال درې مرمۍ لګېدلى خو د مرګ له خطره بچ دى.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

عبدالحميد حامد له تېرو اتو کلونو راهيسې د لوګر په محمداغې او خوښۍ ولسواليو کې د ولسوال په توګه دنده ترسره کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.