Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخار والي استعفا کړې

تالقان (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): حکومتي چارواکي وايي چې د تخار والي محمد ياسين ضياء له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د غبرګولي په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت والي محمد ياسين ضياء خپله استعفا د سيمه ييزو ارګانونو ادارې له لارې ولسمشر ته وړاندې کړې ده.

هغه د والي د استعفا د دلايلو په اړه  له څه ويلو ډډه وکړه خو زياته یې کړه چې ولسمشر يې تر اوسه استعفا نه ده منظور کړې.

دغه راز د سيمه ييزو ارګانونو ادارې وياندې منيرې يوسف زاده هم پژواک ته وويل چې ياسين ضياء له خپلې دندې استعفا کړې ده.

هغې وويل: ((د استعفا دليل يې شخصي ستونزې ښودلې دي.))

دې وويل چې د ضياء استعفاپاڼه پرون دوى ته رسېدلې ده او دوى ولسمشر ته استولې ده.

هغې زياته کړه چې ولسمشر تر اوسه د ضياء استعفى نه ده منظوره کړې.

ډاکتر محمد ياسين ضياء څه باندې دوه کاله مخکې د تخار د والي په توګه وټاکل شو.

ضيا تر دې وړاندې د ملي امنيت د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.