Language

د کندوز بېځايه شوي: وسله والو د خلکو په کورونو کې سنګرونه نيولي

کندوز (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): د کندوز ولايت يو شمېر بېځايه شوې کورنۍ وايي، چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار په شا وخوا سيمو کې سنګرونه نيولي او  ٣٠٠ کورنۍ يې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړې دي.

دغه بېځايه شوي چې شمېر يې شا وخوا سلو کسانو ته رسيږي، د کندوز ښار په واټونو کې ناست دي او وايي چې وسله والو طالبانو په روژه مبارکه مياشت کې خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د کندوز د ملا سردار کلي اوسېدونکي عبدالجليل پژواک ته وويل، چې نن سهار يې وسله والو مخالفينو کورونه په زور نيولي او دوى هم خپل کلى پرېښى او اوس د کندوز ښار ته راغلي دي.

هغه زياته کړه: "وسله والو مخالفينو زموږ له کورونو سنګرونه جوړ کړي او موږ ته يې وويل، چې موږ له دولت سره جګړه کوو، اوس ستاسو زړه چې دلته پاتې کېږئ او که يا بل ځاى ته ځئ نو موږ اړ شوو چې خپل کلى او کورونه پرېږدو او امن سيمو ته راشو."

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ملا سردار له کلي شاوخوا ٣٠٠ کورنۍ بېځايه شوې، وويل: "د ملا سردار کلى د دولت وسله والو مخالفينو نيولى، ټول خلک يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي، خلک هم په سړکونو باندې د سيورو لاندې ناست دي او بل کوم ځاى هم نه لري او دوى انتظار باسي، څو دولت يې ستونزو ته لاسرسى وکړي.

د ملا سردار کلي يوه بل اوسېدونکي رحمت الله، د دوى په کلي کې د دولت عمليات ناکام وبلل او ويې ويل، امنيتي ځواکونه په عمومي سړک کې دي، چې تر اوسه کليو کې عمليات نه دي پيل کړي.

هغه زياته کړه: "نن سهار شپږ بجې، وسله وال مخالفين د ملا سردار کلي ته راغلل، سړي، ښځې او ماشومان يې وشړل، زموږ حيوانات او ټول څه پاتې دي، موږ شا وخوا درې کاله کېږي چې له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان يو، خو دولت تر سړکه راغلى او کليو ته نه داخليږي."

خو د دغه ولايت چارواکي، د خلکو د ادعاوو په ردولو سره وايي چې امنيتي ځواکونو په ياده سيمه کې پرمختګ کړى او ياده سيمه يې د وسله والو مخالفينو له شتون پاکه کړې ده.

د کندوز د والي وياند سيد محمود دانش وويل: "د ملا سردار له سيمې نيولې تر خواجه پاک تپې او د کندوز ښار تر تلوکه سيمې پورې امنيتي ځواکونه مېشت دي او وسله وال مخالفين اوسمهال له دغې سيمې تښتېدلي دي.

هغه زياته کړه: "زموږ خلکو ته زيان اوښتى او موږ هم مکلف يو چې د دوى ستونزو ته لاسرسى وکړو، خو په دې معنا نه ده چې د ملا سردار سيمه نه ده پاکه شوې؛ د تلوکې تر سيمې پورې پاکه شوې ده."

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې امنيتي چارواکو، په بشپړه توګه د ملا سردار، تلوکه او الچين کليو له پاکولو ويلي و، خو اوس ليدل کېږي چې د ملا سردار کلى تر اوسه پورې د وسله والو مخالفينو په واک کې دى.

ولسي جرګه کې د کندوز استازې شکريه پيکان احمدي، د يادې جرګې په نننۍ غونډه کې د کندوز وضعيت د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه: "همدا اوس د کندوز ښار څلورو خواو ته وسله وال مخالفين موجود دي او دې ته چمتووالى نيسي، چې د کندوز ښار يوځل بيا ونيسي."

login or register a new account.

Related Topics