پل علم (پژواک، ٩ غبرګولى ۹۶): په لوګر کې د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه نږدې اتيا سلنه لوړه شوې ده.
د لوګر د ښځو چارو مشرې شيما زرګر د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي کېږي او حقوق يې نه ورکول کېږي.
د هغې د معلوماتو له مخې، وهل ډبول، جنسي تېري، له کوره شړل، زده کړو ته اجازه نه ورکول، په ادارو کې کار ته نه پرېښودل او ځينې نورې ستونزې هغه څه دي چې په لوګر کې ښځې ورسره مخ دي.
مېرمن زرګر زياته کړه: ((دا هغه موارد دي چې په ښکاره ډول يې په لوګر کې ښځې له تاوتريخوالي سره مخ کړي دي.))
د هغې په وينا، په ١٣٩٤ کال کې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې یې د تاوتريخوالي ٤٠ پېښې ثبت کړې وې خو تېر کال دغه شمېره ٦٥ ته لوړه شوې وه.
دې وويل: ((له دې څخه معلومېږي چې هره ورځ دلته د تاوتريخوالي پېښې شته دي او ښځې ورسره مخ دي.))
د هغې په خبره، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي يو لامل نا امني او په لرو پرتو سيمو کې د حکومت نشتوالى دى.
زرګر د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچې د را ټيټولو يواځېنۍ لار عامه پوهاوى په ګوته کړ او ويې ويل چې په دې برخه کې د دوى د عامه پوهاوي پروګرامونه جريان لري.
دې له قومي مشرانو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچې د را کمولو په برخه کې دې له حکومت سره پوره همکاري وکړي ترڅو دغه ستونزه هواره شي.
نوموړې زياته کړه: ((په دې مبارزه کې چې هر څوک برخه واخلي خپل ديني او انساني مسووليت به يې ادا کړى وي.))
بلخوا د لوګر د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سيمې اوسېدونکې زرمينې چې له کورني تاوتريخوالي سره مخ شوې ده، پژواک ته وويل چې د کورنۍ ستونزو له امله اوسمهال د خاوند پر ځاى د پلار په کور کې ژوند کوي.
دې وويل: ((د خسر په کور کې مې وضعيت ډېر خراب و، هره ورځ به خواښې او خسر وهلم نو مجبوره شوم چې پلار کره راشم.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP