Language

غزني کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٦): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په ګيرو ولسوالۍ ١٣ طالبان وژل شوي او تر لسو ډېر ټپيان دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ګيرو ولسوالۍ کې پر امنيتې پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.

د هغه په وينا، دغو بريدونو نږدې تر سهاره دوام وکړ چې په ترڅ کې ١٣ طالبان ووژل شول او تر لسو ډېر نور ټپيان شول.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

امرخېل وايي چې وسله والو طالبانو د ګيرو ولسوالۍ د سقوط پلان درلود خو بريد يې پر شا تمبول شوى دى.

د ګيرو د مزار سيمې اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د دې ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ.

هغه وايي: ((له څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې طالبان راټول شوي او غوښتل يې چې حمله وکړي خو دا حمله يې بېګا وکړه.))

لعل محمد په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د ګيرو په جګړه کې ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده وويل چې د تېرې شپې په بريد کې يواځې دوه طالبان ټپيان شوي دي.

غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې د ناوې ولسوالۍ يې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې له وسله والو طالبانو سره ده.

login or register a new account.