کابل(پژواک، ١۲ غبرګولى ٩٦): د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې په بېلابېلو ولايتونو کې ٧٧وسله وال وژل شوي او ٤٧نور ټپيان شوي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ملي دفاع وزارت لخوا پژواک اژانس ته رالېږل شوې، راغلي چې دغه وسله وال د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي .
دفاع وزارت وايي چې په دې عملياتو کې د وسله والو يو شمېر قوماندانان هم وژل شوي، دغه راز يو شمېر ماينونه شنډ شوي او د هغوى ځينې وسلې او مهمات هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي .
سرچينې د امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي .
وسله والو طالبانو هم تراوسه د دفاع وزارت ددې ادعا په اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP