غزني ښار (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٦): وسله والو طالبانو د غزني ولايت په ډېرو سيمو کې پر ښوونکو د بانک له لارې د تنخوا پر اخيستو بنديز لګولى او طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ د شهاب الدين لېسې ښوونکي حسيب الله د غبرګولي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه مياشتې مخکې يې ښوونځي ته طالبان ورغلي وو.
هغه وايي: ((مکتب ته طالبان راغلل، له ځينو استادانو يې د بانک کارتونه واخيستل او نورو ته يې وويل چې تر دې وروسته بايد د بانک له لارې معاش وانه خلي.))
دغه راز د غزني د ده يک ولسوالۍ يوه ښوونکي محمد صادق پژواک ته وويل چې دوى ته هم طالبانو يو مکتوب استولى څو د بانک له لارې تنخواوې ترلاسه نه کړي.
د هغه په وينا، څو ځلې ښوونکو طالبانو ته وويل چې دغه کار د دوى په وس کې نه دى ځکه دغه موضوع د وزارت له لوري تنظيم شوې ده.
ده وويل، د طالبانو له دې اخطار وروسته کومو استادانو چې د بانک له لارې تنخوا واخيسته، هغوى د طالبانو له لوري دوه نيم زره افغانۍ جريمه شول.
د غزني د شامير لېسې ښوونکي عبدالقيوم هم پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې طالبانو د ښوونځيو مديران غوښتې وو.
هغه وايي: ((مدیرانو ته يې ویلي وو که هر ښوونکي له بانک څخه معاش واخیست د ګيلې حق نه لري.))
هغوى وويل چې طالبانو ښوونکو ته ويلي چې د بانک پر ځاى بايد معتمد له لوري ورته تنخواوې ورکړل شي.
د غزني د پوهنې رياست هم ياده ستونزه مني.
د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې دغه ستونزه يې د قومي مشرانو او سپين ږيرو له لارې هواره کړې ده.
هغه وايي: ((دا نن سهار مې د يو شمېر استادانو د معاش جدول امضا کړ او پيسې بانک ته لاړې، هيله من يم چې هېڅ مشکل به نه وي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP