ښرنه (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٦): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، په وازيخوا ولسوالۍ کې د پوليسو له لوري د ماين د له منځه وړلو پرمهال د ماين چاودنې له امله درې پوليس ځای په ځای وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيت امر سمونوال داد لله خان هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام ناوخته د وازيخوا ولسوالۍ د مهمان کلا په سيمه کې په پوليسو چاودنه شوې ده.
ده زياته کړه، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې افغان امنيتي ځواکونو کشف شوی ماين له منځه ووړ، خو پر هغوى چاودلى او له امله يې یو سرحدي، یو سیمه ييز او یو ملي پوليس ځای پرځای وژل شوي دي
د وازېخوا د مهمان قلعه اوسېدونکي نظرمحمد پژواک ته وویل چې یاد درې واړه وژل شوي پوليس د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP