Language

په بلخ  کې د ۱۷ ميليونه افغانيو په لګښت د ميثاق شهروندي پروسه پيل شوه

مزارشريف (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۶): په بلخ  ولايت کې د ۱۷ ميليونه افغانيو په لګښت د ميثاق شهروندي په نامه پروسه پيل شوه.

دولتي چارواکي وايي، دغه پروسه په هېواد کې د فقر او بېکارۍ د له منځه تلو په موخه پيل شوې ده.

له کابله د يادې پروسې د پرانيستې په موخه د ښاري حکومتولۍ مسوول محمد نصير حميد، د غبرګولي په ۱۷مه، په بلخ ولايت مقام کې د يادې پروسې د پيل په مراسمو کې وويل، ياده پروسه له ملي پيوستون پروګرام څخه په الهام پيل شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د پروسې موخه د هېواد په کليو او ښارونو کې د فقر او بېکارۍ له منځه وړل دي.

د بلخ ولايت مقام د تخنيکي او سکتوري چارو رييس ذبيح الله اختري پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پروسه به د سيمه ييزو ارګانو له لوري اداره کېږي.

نوموړي زياته کړه، دغه پروسه نن د مزارشريف ښار له څلورو ناحيو څخه پيل شوه.

د هغه په وينا، ياده پروسه به د ښار تر څنګ په لرو پرتو کليو کې هم چارې تر سره کړي چې په لومړي سر کې به د بلخ ولايت څلور ولسوالۍ ورسره ګډېږي.

د هغه په خبره، په دغه پروسه به ۱۷ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د لسو کلونو لپاره به وي.

د بلخ ولايت ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد هيله څرګنده کړه چې ياده پروسه د ځينو نورو دولتي پروسو په څېر له ټکني توب سره مخ نه شي، بلکې د ملي پيوستون پروسې په څېر اوږدمهاله او ګټه رسوونکې وي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.