تالقان(پژواک،١٧غبرګولى٩٦): په تخار کې د مخابراتي تنظيم ادارې (اترا) وايي چې په دې ولايت کې د ناقانونه سيمکارتونو شمېر ورځ تر بلې زياتيږي او له دې سيمکارتونو څخه د جرمونو په ترسره کولو کې هم کار اخيستل کيږي.
په تالقانو کې د دغې ادارې مشر قیام الدین وقار پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د ناقانونه سيمکارتونو شمېر بې حده ډير شوى دى.
هغه وايي چې د اصولو له مخې بايد سيمکارت پلورونکى جواز ولري، سيمکارتونه بايد غير فعال وپلورل شي، له پلورل کېدو وروسته بايد ثبت او بيا سيمکارت ٢٤ ساعته وروسته فعاله شي.
هغه زياته کړه: (( خو دلته داسې نه ده، فعاله سيمکارتونه خرڅيږي چې بيا له دې سيمکارتونو څخه په تښتونو، ګواښونو، وژنو او نورو جرايمو په ترسره کولو کې کار اخيستل کيږي.))
د هغه په وينا، د دې کار د مخنيوي په موخه يې د اترا ادارې، امنيې قوماندانۍ، ملي امنيت او څارنوالۍ له لوري يو ګډ کمېسيون جوړ کړى دى.
ده زياته کړه: (( خو سره له دې هم په ښار کې غير قانوني سيمکارتونه خرڅيږي.))
د وقار په وينا، دوى هڅه کوي ترڅو دې ستونزې ته د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ د حل يوه اساسي لار پيدا کړي.
د مرکز تالقانو اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې تېر کال د يو ناپېژانده کس له لوري په ټيلېفون په مرګ ګواښل کېده.
هغه وايي: (( کله چې مې پوليسو ته عريضه وکړه نو معلومه شوه چې دغه کس له يو غير قانوني سيمکارت څخه ما سره اړيکه نيسي.))
ده زياته کړه: (( کله چې مو پلټنه وکړه ګورو چې دغه سيمکارت د يو سپين ږيري سړي په نوم دى خو استفاده بل څوک ترې کوي.))
دغه راز د تخار بل اوسېدونکي محمدنسيم پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې سيمکارت پلورونکي، يو ثبت شوى سيمکارت په سل افغانۍ پلوري.
هغه زياته کړه: (( دوکاندار نه غواړي چې خپل مشتري له لاسه ورکړي، نو ځکه له مخې يې سيمکارتونه ثبتوي او بيا يې خپلو مشتريانو ته ورکوي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP