غزني ښار(پژواک،١٧غبرګولى٩٦):د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو په يو شمېر هټيو باندې کلنۍ ماليه وضع کړې چې هټيوال يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
بل لورته وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
د غزني ښار د علي کلا هټيوال بسم الله د غبرګولي په١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې وسله والو په دې سيمه کې پر هټيوالو له پنځه تر لسو زرو کلدارو پورې کلنۍ ماليه ايښې ده.
هغه وايي: (( دلته طالبان راځي او له دوکاندارانو ماليه اخلي او که څوک يې ورنه کړي نو بيا يي وهي.))
ده له طالبانو غوښتنه وکړه چې د خپلې ماليې کچه ټيټه کړه ځکه په دې سيمه کې ډېرى داسې دوکانونه دي چې ټوله پانګه يې شل زره کلدارې نه ده.
دغه راز د غزني د اندړو ولسوالۍ د زړې کلا اوسېدونکي رحمت الله هم پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې طالبانو پر هټيوالو کلنۍ ماليه ايښې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، طالبان له هغو کسانو څخه هم ماليه اخلي چې خپلې ځمکې د لمريزې برېښنا په وسيله خړوبوي.
هغه زياته کړه: (( دا درې کاله کيږي چې طالبان له زميندارنو څخه چې خپلې ځمکې په لمريزې برېښنا اوبه کوي له چا څخه درې زره او له چا څخه درې نيم زره کلدارې اخلي.))
د هغه په وينا، په دې سيمه کې يو کس طالبانو ته د پيسو له ورکولو انکار وکړ چې بيا وروسته د طالبانو لخوا سخت ووهل شو.
دغه راز په غزني ښار کې يو تن قومي مشر حاجي عبدالمنان پژواک ته وويل چې طالبان د غزني ښار ترڅنګ په ډېرو سيمو کې له هټيوالو او نورو خلکو ماليه اخلي.
ده پر طالبانو نيوکه وکړه چې د خلکو اقتصادي وضعيت ښه نه دى بايد د ماليې په نوم پيسې ترې ټولې نه کړي.
دغه قومي مشر پر خلکو هم غږ وکړ چې په دې ولايت کې د طالبانو د ناروا او غير قانوني کړنو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
login or register a new account.