Language

بلخ کې  ۲۰ ټنه تاريخ تېر خوراکي توکي وسوځول شول

مزارشريف (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۶): د بلخ د عامې روغتيا رياست راټول کړای شوي ۲۰ ټنه تاريخ تېر خوراکي توکي وسوځول.

د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرويس ربېع د غبرګولي په ۱۸مه، د دغو خوراکي توکو د سوځېدو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه خوراکي توکي يې د مزارشريف ښار له هټيو څخه د روژې مياشتې په درشل کې راټول کړي وو.

نوموړي زياته کړه، په تېرو څلوېښتو ورځو کې يې د ښار له بېلا بېلو هټيو ۲۰ ټنه خوراکي توکي، چې ۲۹۸ قلمه کېدل، ټول کړي وو، چې نن يې د رسنيو پر وړاندې وسوځول.

د هغه په وينا، په سوځول شويو خوراکي توکو کې چاکليټ، بسکېټ، غير الکولي مشروبات او داسې نور توکي شامل وو، چې د دوه نيم ميليونه افغانيو ارزښت يې درلود.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.