Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په فراه او لغمان کې د کابل پروسې له ناستې ملاتړ وشو

فراه (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٦): په فراه او لغمان کې د کابل پروسې له ناستې څخه ملاتړ وشو او په سمنګانو کې بيا د کابل د وروستۍ پېښې د غندنې ترڅنګ د قربانيانو کورنيو ته د عدالت غوښتنه وشوه.

په فراه کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د دې ولايت والي ډاکټر شاه جهان د کابل پروسې د کامیابې ناستې او په ناسته کې په پراخه کچه د سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو ګډون د ولسمشر غني د ډيپلوماټیکو هڅو او کامیابې بهرنۍ پاليسي یوه بېلګه او د افغانستان د ثبات او امنیت په برخه کې یو لوی ګام وبلل.

ده وويل، د لومړي ځل لپاره افغان حکومت د یوه لوی نړیوال کنفرانس مدیریت کوي او نړیوالو ته یې دا وښوده چې له ننګونو سره سره حکومت د داسې لویو غونډو د جوړېدلو وړتیا لري او دا په هېواد کې د تلپاتې سولې او د روان کړکېچ د ختمولو په برخه کې مهم ګام دی.

ده زياته کړه، د افغانستان دښمنانو پوره هڅه وکړه چې په کابل او څو نورو ولایتونو کې د خونړیو بریدونو په ترسره کولو سره اوضاع خرابه کړي او ترڅنګ يې د دغې ناستې مخه ونيسي، قومي، مذهبي او ژبني تعصبات هم رامنځ ته کړي، خو خوشبختانه دوی ونه توانېدل چې د افغانستان د دولت، ولس او نړیوالو همکارانو تر منځ حایل شي.

په غونډه کې د ولایتي شورا منشي دادالله قانع وويل: "په کابل او د یو شمېر نورو ولایتونو کې له خونړیو پېښو سره سره ولسمشر غني په زخمي زړه یو وار بیا له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرو اترو ته حاضر او تاوتریخوالی پرېږدي."

نوموړي د سولې په برخه کې د افغان حکومت لاسته راوړنې وستایلې او ویې ويل، دوی په دې باوري دي چې اوسنی حکومت د جګړې د ختمولو لپاره قوي اراده لري.

په پاى کې د غونډې ګډونوالو د کابل او هرات ولایتونو خونړيو پېښو په تړاو د قربانيانو روح ته دعا وکړه او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا هيله وکړه.

له بلې خوا په لغمان کې د کابل پروسې، ملي یووالي او نظام په ملاتړ او دغه راز د تفرقه اچوونکو پر ضد پراخه ولسي غونډه جوړه شوه.

د دې ولايت له مقام څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په لغمان کې د ملي یووالي حکومت په کوربتوب او رهبرۍ د سولې او امن په تامین کې د کابل پروسې تاریخي او با ارزښته کنفرانس، د ملي یووالي د ټینګښت، د نظام په ملاتړ او دغه راز د افغانانو تر منځ د تفرقه اچوونکو پر ضد پراخه ولسي غونډه د مشرقي شورا او ولسونو په نوښت جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د یادې شورا پر استازو سربېره د ولایتي شورا رئیس محمد رفیع مموزي، شورا استازو او د لغمان د مرکز په ګډون د پینخه ګونو ولسوالیو په لسګونه قومي مشرانو، جهادي شخصیتونو، دیني عالمانو، ژورنالېستانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه درلوده. 

سرچينه زياتوي، د غونډې ويناوالو په خپلو خبرو کې د غونډې له برخه والو وغوښتل چې د کنفرانس د اهمیت پیغام د دغه ولایت تر هر کلي او کوره ورسوي، ترڅو هر څوک پوه شي چې حکومت په قوت او ژمنتیا سره د امن، سولې، پرمختګ او ملي یووالي لپاره اساسي تلاشونه کوي.

دوی همدارنګه د افغانانو په یو موټي والي، د ملي یووالي په ټینګښت او د اوسني نظام په پایښت او ملاتړ  ټینګار وکړ او د افغانستان له ټولو ولسونو او قومونو یې وغوښتل څو د هېواد حساسو شرایطو ته په کتو له بې اتفاقۍ لاس واخلي او د دښمن شومې دسیسې چې د افغانستان او افغانانو د بربادۍ او تباهۍ لپاره یې مخته اچولي په وخت شنډې کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.