Language

امریکا: د افغانستان ستونزه یوازې له سیاسي لارو هوارېدای شي

واشنګټن (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۶): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان ستونزه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده.

دغه څرګندونې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیټر ناوټر د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

هغه وویل، امریکا پر دې باور ده چې په افغانستان کې سوله یوازې له سیاسي لارو راتلای شي.

د هغه په خبره، ډېر وخت کېږي چې په افغانستان د جګړې له لارې د سولې هڅې کېږي، خو مطلوبه پایله یې نه ده لرلې.

ناوټر وايي چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان د سولې لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

login or register a new account.