Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې هم د حکومت په ملاتړ غونډه وشوه

لښکرګاه (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٦): په هلمند کې د مدني ټولنې غړي وايي، بهرني استخبارات په هېواد کې قومي او ژبني اختلافاتو ته لمن وهي چې بايد مخه يې ونيول شي.

د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خداى نور خانزاده د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې ځيني کسان د خپلو شخصي ګټو لپاره د قومونو تر منځ اختلافات را پيدا کوي.

هغه وايي: ((موږ د نظام په ملاتړ راټول شوي يو او نه غواړو چې څوک قومونه سره جلا کړي او حکومت کمزورى کړي.))

خانزاده پر حکومتي چارواکو غږ وکړ چې د هغو لاريونونو مخه ونيسي چې حکومت ته ستونزې جوړوي.

ده تور پورې کړ چې يو شمېر کسانو د ايران او پاکستان په اشاره په کابل ښار او ځينو نورو سيمو کې خېمې درلولې او خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې دي.

په دې غونډه کې د مدني ټولنې بل غړي مطيع الله مطيع وويل چې يو شمېر کسانو د حکومت د کمزري کولو لپاره سياسي لوبې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه: ((د حکومت بنسټونه قوي شوي خو ځيني کسان يې د کمزري کولو هڅې کوي.))

دغه راز د مدني ټولنې بل غړي امان الله وويل چې د هلمند اوسېدونکي له حکومت څخه ملاتړ کوي او په هره برخه کې ورسره همکاره دي.

هغه وويل چې يو شمېر استخباراتي کړۍ په هېواد کې د قومونو د بېلتون لپاره هڅې کوي نو هېوادوالو ته په کار ده چې په دغه حساس وخت کې له هر ډول لاريون او حکومت ته له سرخوږي جوړولو تېر شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.