Language

سلګونو قومي مشرانو د نظام په ملاتړ او  يووالي ټينګار وکړ

جلال اباد، ښرنه (پژواک،۲۰ غبرګولی ٩۶): د ختيځو ولايتونو او پکتيکا ولايت سلګونه قومي مشرانو د دوو بېلا بېلو غونډو پر مهال د نظام د ملاتړ ترڅنګ د نظام د پايښت لپاره د قومونو په يووالي ټينګار وکړ.

د جلال اباد ښار د قبايلو او قومونو چارو په رياست کې د غبرګولي په ٢٠مه، لسګونه قومي مشران راټول شوي وو، دوى دغه راز په کابل کې د اعتراض کوونکو له لوري د خېمو وهل غير قانوني کړنه ياده کړه.

د ننګرهار قومي مشر احسان الله کاموال غونډې ته وويل،د مشرقي خلکو د اوسني نظام په جوړېدو کې له هرچا نه ډېره قرباني ورکړې، د ځان پوره تصوير په کې نه ويني، خو د سر په بدل کې يې دفاع کوي .

هغه زياته : ((موږ چاته د نظام ننګولو اجازه نه ورکوو. نظام ستونزې لري، حکومت کې اصلاح غواړو، د ستوتزو حل د اساسي قانون له لارې غواړو.))

کامه وال دغه راز وويل، د ختيځو ولايتونو قومونه د حکومت د سولې د پروګرامونو پوره ملاتړ کوي او له حزب اسلامي سره د سولې تړون پلي کېدل يې يوه لويه لاسته راوړنه ياده کړه.

د کونړ د قومونو په استازيتوب په ننګرهار کې د کونړ مېشتو قومونو د سرتاسري شورا غړي محمدانور سلطاني خبرې وکړې او ويې ويل، په افغانستان کې قومونه يو له بل سره تضاد نه لري، خو څو مغرزې او پردي پالې کړۍ او څېرې دلته د قومي ترقۍ رامنځته کېدو ته لمن وهي.

هغه له ولسمشر محمد اشرف غني څخه د ملي امنيت د سلاکار محمد حنيف اتمر د لا ستايلو غوښتنه وکړه او دغه راز يې ټينګار وکړ چې د نظام ضد عناصر دې له موقفونو د لرې کولو ترڅنګ، عدليي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

د لغمان د قومونو په استازيتوب د دغه ولايت د ولايتي شورا وکيل ګلزار سنګروال وويل،د لغمان قومونه د نظام ملاتړي دي او دغه راز يې پر جمعيت ګوند غږ وکړ چې ددغه ګوند بدنام کوونکو صلاح الدين رباني او احمد ضياء مسعود پر وړاندې راپورته شي.

ده له حکومته وغوښتل چې په زغرده دې په کابل کې د اعتراض کوونکو خېمې له سړکونو لرې کړي او که ولسمشر د خېمو لرې کولو توان نه لري، نو د مشرقي له ولسونو دې غوښتنه وکړي.

دغه راز د هوتخېلو قومي مشر محمد اصف هوتک او د  تره خېلو قوم په استازيتوب مولوي محمد حسيب ترخېل په خپلو ويناوو کې  له حکومت څخه ملاتړ وکړ.

د يو بل خپر له مخې، د پکتيکا سلګونه قومي مشرانو هم ديوې پراخې غونډې پرمهال د ملي يووالي له حکومت نه خپل غوڅ ملاتړ او ننګه وکړه.

د پکتيکا والي الياس وحدت د قومي مشرانو او ځوانانو د وطن دوستۍ احساس وستايه او دوی يې وهڅول چې د تېر په څېر ورسره خپله همکاري جاري وساتي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.