Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوليس يوه نجلۍ ووژله

سمنګان (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٦): د سمنګان امنيتي مسوولين وايي، د يوه پوليس په ډزو کې يوه شل کلنه نجلۍ وژل شوې ده.

د سمنګان د ملي امنيت رياست يوه کارکوونکي محمد ناصر، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماسپښين شاوخوا يوه بجه يو شمېر پوليسو د ده کور کلابند کړى او بيا يې ډزې کړې دي، چې په ترڅ کې يې د ده شل کلنه خور وژل شوې ده.

د سمنګانو د امنيتي حوزې د لومړۍ حوزې امر سمونمل عبدالعليم بېک، پژواک ته د پوليس له خوا د يادې نجلۍ وژل تاييد کړل او ويې ويل: "پوليسو له دې مخکې خبر ترلاسه کړى و چې په ياد شوي کور کې قمار کېږي او کله چې د امنيه قومندانۍ د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبين له محکمې څخه د جواز ترلاسه کولو وروسته له يوه څارنوال سره ياد شوي کور ته ورغلي، نو هغه ځاى يې کلابند کړى او جوته شوې وه، چې هلته قمار نه کېږي."

د هغه په وينا، په همدې ترڅ کې له يوه پوليس ډزې شوې او يادې شوې نجلۍ په کې ژوند له لاسه ورکړى دى.

ده زياته کړه، ياد شوى پوليس نيول شوى او پېښه تر څېړنې لاندې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.