کندوز (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٦): د هېواد په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان وايي چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د تېرو څو ورځو نښتو په ترڅ کې د بهرنيانو په ګډون له پنځه سوه زيات وسله وال مخالفين ټپيان او وژل شوي دي.
د هېواد په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال امان الله مبين نن د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د خبري ناستې پر مهال وويل، وسله والو مخالفينو د خپلو بهرنيو همکارانو په مرسته په ياده ولسوالۍ کې د سترې اډې جوړولو نيت درلود، خو په خپل ياد پلان کې بريالي نه شول.
هغه زياته کړه: "د کندوز امام صاحب ولسوالۍ د هېواد په کچه يوه مهمه سيمه ده، چې دښمن په ياده سيمه کې د يوې سترې اډې جوړولو هڅه کوله. د امام صاحب نيول يې ستر پلان و، خو ياد پلان يې کومه ګټه نه درلوده."
نوموړي په کندوز ولايت په ځانګړي ډول امام صاحب ولسوالۍ کې د داعش ډلې فعاليتونه رد نه کړل او ويې ويل، چې امنيتي ځواکونه له ټولو وسله والو ځواکونو سره جدي چلند کوي او په وروستيو څو ورځو کې د وسله والو نښتو په ترڅ کې د دولت وسله والو مخالفينو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې، چې په يادو کسانو کې بهرنيان هم شامل دي.
نوموړي زياته کړه: "د وسله والو مخالفينو ډېر تمرکز پر امام صاحب ولسوالۍ و او هڅه يې کوله، څو ياده ولسوالۍ ونيسي؛ خو دا ارمان يې له ځانه سره ګور ته يووړ او د پنځو ورځو په ترڅ کې د هېواد زړورو امنيتي ځواکونو د پاکستانيانو، تاجک، عربي چيچني ځواکونو په ګډون له ٥٠٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړلې ده."
بلخوا د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي: "موږ له جګړې سترې شوي يو؛ له دولت امنيت غواړو."
د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکى شېرمحمد پژواک ته وويل، د روژې په مبارکه مياشت کې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شول او دولت بايد دغه ولسوالي د وسله والو له شتون پاکه کړي، څو خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي.
هغه زياته کړه: "په دغه روژه مياشت کې موږ له ډېرو ستونزو سره مخ شوو، بې کوره او ستړي شوو، موږ امنيت غواړو. دولت يا بايد امنيت ټينګ کړي؛ يا خلکو ته ووايي چې د امنيت ټينګولو وس نه لري."
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د طالبانو په ليکو کې د بهرنيو وسله والو شتون او دوى ته اوښتې مرګ ژوبله ردوي او وايي، چې د امام صاحب په ولسوالۍ کې د تېرو څو ورځو نښتو په ترڅ کې ٤٥ دولتي ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.