Language

خپلمنځي نښته کې یو طالب قوماندان وژل شوی

محمودراقي (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٦): چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې د وسله والو تر منځ په خپلمنځي جګړه کې د هغوى يو قوماندان وژل شوى دى.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمدايوب يوسفزي د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته نن سهار د کوهبند ولسوالۍ د درنامې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا چې دغه نښته په سيمه کې د طالبانو تر منځ د وسلو او مرميو پر وېش رامنځته شوې وه چې له امله يې د معروف په نوم د وسله والو يو قوماندان وژل شوی دی.

يوسفزى وايي چې  په دې نښته کې يو شمېر وسله وال مخالفين ټپي شوي هم دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.