Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نوزاد ولسوالۍ يو ماشوم د ګوزڼ ناروغۍ له امله مړ شوى

لښکرګاه (پژواک،٢٢غبرګولى٩٦): د هلمند د نوزاد ولسوالۍ يو ماشوم د ګوزڼ ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

د هلمند د عامې روغتيا رييس مولاداد توبه ګار د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نوزاد ولسوالۍ په برنګ سيمه کې د ګوزڼ يوه نوې پېښه کشف شوې ده.

د هغه په وينا، دغه ماشوم نعمت الله نومېده چې د ګوزڼ ناروغۍ له امله يې د کندهار په ولايتي روغتون کې ساه ورکړې ده.

ده زياته کړه: ((د برنګ سيمه ټوله د طالبانو په کنټرول کې ده او دا ډېره پراخه سيمه ده، نو کله ناکله زموږ ټيمونه په سمه توګه نه شي کولاى دغه ساحه تر پوښښ لاندې راولي.))

د نوموړي په خبره، دوى هڅې کوي ترڅو د ګوزڼ واکسين د کمپاين پرمهال ټولې امنې او ناامنې سيمې تر پوښښ لاندې راولي.

دغه راز د عامې روغتيا وزارت هم ياده پېښه تاييد کړې ده.

د دې وزارت له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ماشوم د نوزاد ولسوالۍ د سرنګ سيمې د بادام کلي اوسېدونکى و.

سرچينه زياتوي: ((د ماشوم کورنۍ د پولیو واکسین ردوونکې وه او دا یې یوه توطئه بلله چې په پایله کې دغه ماشوم په تېرو  پنځو میاشتو کې د واکسین هېڅ کوم دوز نه و اخيستى چې له امله يې فلج شو.))

د عامې روغتيا وزارت د دې ماشوم د مړينې په اړه څه نه دي ويلي، خو له ټولو هېوادوالو يې غوښتنه کړې چې په هره دوره کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دغه واکسين ورکړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د عامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې په ياده سيمه کې بېړني اقدامات وکړي، ترڅو د نورو ورته پېښو مخه ونيول شي.

سرچينه زياتوي: ((جينيتيکي پایلې ښيي چې ددې پېښې د ويروس تړاو د پاکستان د بلوچستان په ايالت کي له خپرېدونکي پوليو ويروس سره دی.))

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، دا د ۲۰۱۷ کال له پيل نه په هلمند کې د پوليو دويمه پېښه ده چي ورسره په افغانستان کې په ۲۰۱۷ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر څلورو ته رسېږي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.