Language

پکتيکا کې  دوولس زره جريبه ځمکه  د غاصبينو له منګلو ژغورل شوې

ښرنه(پژواک،٢٢غبرګولى٩٦): د پکتيکا د شخړو د هوارۍ کميسيون وايي چې څه باندې دوولس زره جريبه ځمکه يې د غاصبينو له منګلو ژغورلې ده.

د پکتيکا ولايت د اراضي او  شخړو د هوارولو کميسيون مشر محمد رسول عادل د غبرګولي په ٢٢مه د يوې خبري غوڼډې په ترڅ کې وويل چې د دې کميسيون غړو يواځې په مټا خان ولسوالۍ کې څه باندې دوولس زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګلو ژغورلې ده.

هغه وايي چې پر يادې ځمکې څو ځلې د اندړو او صالح قومونو ترمنځ شخړې او ان مړي شوي وو.

عادل زياته کړه: (( موږ په دې وتوانېدو چې په تېر يو کال کې دغه شخړه هواره او ځمکه دولتي کړو.))

د هغه په وينا، د دې ترڅنګ د دې کميسيون غړو په کليو او بانډو کې نورې ډېرې قومي او کورنۍ شخړې هم هوارې کړې دي.

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا د اراضي امر محمد هاشم علي خېل وويل چې په دې ولايت کې يې د دولتي ځمکو د تصفيې لړۍ پيل کړې ده.

هغه وايي چې د همدې تصفيې په لړ کې په مرکز ښرنه او ولسواليو کې يې تر اوسه ٣٦٠ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګلو ژغورلې ده.

د پکتيکا د شخړو د هواري کميسيون د ولايت مقام، څارنوالۍ، عدليې رياست، ملي امنيت او مدنې ټولنو له غړو څخه جوړ شوى دى.

login or register a new account.