پل علم(پژواک،٢٢غبرګولى٩٦): د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بريد کوونکي موخې ته له رسېدو مخکې ونيول شول.
د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازيګر دوه ځانمرګو بريدګرو غوښتل چې د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړي.
د هغه په وينا، وړاندې تر دې چې دغه ځانمرګي بريد وکړي د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شول.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، دغه ځانمرګي بريد کوونکي ضياالله او محمد الله نوميږي چې د بره کي برک د شامزار او رستم خېلو سيمو اوسېدونکي دي.
امين وايي چې دغه بريد کوونکي د حقاني شبکې د قاري ذبيح الله د ډلې کسان دي.
دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح هم دغه پېښه تاييد کړه.
هغه وويل چې نيول شوي کسان د څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په تېرو څو کلونو کې دا لومړى ځل دى چې په لوګر ولايت کې ځانمرګي بريد کوونکي ژوندي نيول کيږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP