Language

د غزني خلک خپلې ستونزې د اداري فساد له امله پر قومي جرګو حل کوي

غزني ښار (پژواک، ٢٣ غبرګولى ٩٦): د غزني ډېرى اوسېدونکي په قضايي ارګانونو کې د اداري فساد له امله د خپلو ستونزو او شخړو پرېکړې پر قومي جرګو کوي.

خو د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي بيا پر دې باور دي چې قومي جرګې د قانون خلاف پرېکړې کوي چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ کېږي.

د غزني د ولايتي شورا غړي غلام سخي زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت ډېرى خلک د اداري فساد له امله قضايي ارګانونو ته مراجعه نه کوي.

هغه زياته کړه: ((که يو ځل قضايي ارګانونو ته ولاړې، نو بيا مجبور يې چې ډيرې پيسې رشوت ورکړې، څو کار دې خلاص شي، که نه قضيه به دې بيا په کلونو پرته وي.))

ده وويل چې د يادې ستونزې له امله خلک ډېرى وخت خپلې ستونزې د قومي جرګو له لارې هواروي.

خو دى وايي چې قومي جرګې ډېرى وخت پرېکړې د افغانستان د نافذه قوانينو خلاف او د پخواني دودونو پر اساس کوي.

دغه راز په غزني د مدني ټولنې غړي محمد کاظم رسولي هم د يادو څرګندونو په تاييد سره پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د قتل، طلاق او نورو حقوقي مسايلو دعوې د حل په موخه قومي جرګو ته راجع کېږي.

ده وويل چې ډېرى وخت د جرګې پرېکړه غير قانوني او دواړو لورو ته د منلو نه وي خو د دود له مخې دواړه لوري بيا اړ دي چې ويې مني.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((زموږ د دوستانو پر ځمکه سره دعوه وه، دوه کاله يې ولسوالۍ کې دعوه وچلوله، حل نه شوه قومي جرګي ته خبره لاړه، جرګې داسې فیصله وکړه چې دواړه خواوي پرې راضي نه دي، خو دا چې جرګې پرېکړه کړې بايد ويې مني.))

همدارنګه د مدني ټولنې غړې سعديې رحيمي پژواک ته وويل چې د قومي جرګو په پرېکړو کې ډېرى وخت د ښځو حقوقو ته هېڅ پاملرنه نه کېږي.

هغې زياته کړه: ((د جرګې ډېرى غړي د ښځو پر حقوقو خبر نه وي، نو په فيصلو کې له ښځو سره ظلم کوي چې دولت بايد د دغه شان پرېکړو مخه ونيسي.))

د هغې د معلوماتو له مخې، تېر کال په اندړو ولسوالۍ کې يوه نجلې له يو پاڅونوال سره له کوره وتښتېده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.