Language

د پکتيکا د پوهنې له بهير سره د پياوړتيا په موخه د ٢٣ ميليونو افغانيو مرسته شوې

ښرنه(پژواک،٢٣غبرګولى٩٦): د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په روان کال کې ددې ولايت اوسېدونکو د پوهنې بهير د پياوړتيا په موخه د ٢٣ ميليونو افغانيو مرسته کړې ده.

دغه څرګندونې د پکتيکا د پوهنې رييس محمد نسيم واجد د غبرګولي په ٢٣مه په مرکز ښرنه کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.

ده وويل چې په دې ولايت کې د پخوا په پرتله د خلکو مرسته او همکاري د پوهنې له بهير سره څو برابره زياته شوې ده.

هغه وايي: (( په روان کال کې تر اوسه خلکو د پوهنې له بهير سره ٢٣ ميليونه افغانۍ مرسته کړې ده چې په دې کار سره د پوهنې بهير ډير پرمختګ کړى دى.))

د واجد د معلوماتو له مخې، له دې پېسو څخه د ښوونځيو د احاطې په جوړولو، د څښاک اوبو په برابرلو، د لمريزې برېښنا په فعالولو او نورو برخو کې ګټه اخيستل کيږي.

ده وويل: (( هڅه کوم چې د خلکو په همکارۍ په دې ولايت کې د ښوونې او روزنې برخې ته ښه رشد ورکړم ترڅو د بېسوادۍ ټغر ټول شي.))

 دغه راز په مرکز ښرنه کې د مدني ټولنې غړي عظمت کټوازي پژواک ته وويل: (( اوس خلک ويښ شوي، دوى غواړي په خپلو بچو درس او سبق ووايي، نو ځکه له معارف سره مرستې کوي.))

ده وويل چې څه موده وړاندې په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د خلکو له لوري د نجونو يو ښوونځى په دوه ميليونه افغانيو جوړ شو.

د هغه د معلوماتو له مخې، د هرې سيمې خلک په جلا توګه پيسې را ټولوي يا پرې د پوهنې اړوند کار کوي او يا يې هم د پوهنې رياست ته سپاري، ترڅو يې په مناسب ځاى کې ولګوي.

داسې مهال د پکتيکا اوسېدونکي د پوهنې له بهير سره د همکارۍ خبرې کوي چې په دې ولايت کې څه باندې ديرش ښوونځي د نا امنۍ او نورو دلايلو له مخې د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.