کابل (پژواک، ٢٤ غبرګولی ٩٦): د ملګرو ملتونو عمومي منشي چې کابل ته راغلى، وايي چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لاره نه لري او بايد له دغه کړکېچ څخه د وتلو لپاره سياسي حل لار ولټول شي.
انتونيو ګوترش چې نن سهار په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلى، په کابل کې يې يوې خبري غونډې ته د ملي يووالي حکومت له مشرانو سره د خبرو او د افغانستان د وضعيت اړه د خپل اخيستو په باره څرګندونې وکړې.
هغه وويل چې د دغه سفر په پيل کې مې پرېکړه وکړه چې په کابل کې د بېځايه شوو له يوه پنډغالي څخه ليدنه وکړم څو له هغو خلکو سره خبرې وکړم چې د جګړې له امله يې خپل هر څه خوشي کړي او کډوال شوي دي.
ګوترش په ډاګه کړه چې په دې کمپ کې يې له هغو مېرمنو او سړو سره خبرې کړې چې د جګړې له امله يې د کورنيو غړي له لاسه ورکړي او کورونه يې ړنګ شوي دي، خو له دې سره سره دغو کسانو هيله درلوده چې که زمينه ورته برابره شي، بېرته به خپلو اصلي سيمو ته ولاړ شي او ماشومان به يې ښوونځي ته واستوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په ورته وخت کې په هېواد کې د وروستيو ترهګريزو پېښوو د قربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره د خواخوږۍ په ډاګه کولو سره وويل چې نړيواله ټولنه او د افغانستان ګاونډيان بايد فکر وکړي چې دغه جګړه پوځي لار نه لري او د هغو لپاره سياسي حل لارې ته اړتيا ده.
انتونيو ګوترش زياته کړه چې له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي وحدت حکومت له اجرائيه رييس عبدالله عبدالله سره يې د امنيتي وضعيت او له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړيوالې ستراتيژۍ په شمول د دوه اړخيزې ملګرتيا په مختلفو اړخونو خبرې کړې دي.
هغه وويل چې اوسمهال په افغانستان کې پر مختلفو کورنيو بلواګرو ډلو سربېره، بهرني چينلونه هم فعاليت لري.
ګوترش زياته کړه چې نيويارک ته په بېرته ستنېدو سره به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له غړو سره په دې برخه کې د افغانستان د حکومت د مشرانو اندېښنې شريکې کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP