غزني ښار (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٦): د غزني په دوو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې شوې او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ده يک ولسوالۍ پر مرکز او ځينو پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور طالبان وژل شوي، شپږ طالبان او دوه پوليس ټپيان دي.
په دې اړه د ده يک ولسوالۍ د تاسن سيمې اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې تېره شپه يې په سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه وشوه.
هغه وويل: ((د تلفاتو په اړه يې معلومات نه لرم خو دومره خبر يم چې دوه پوليس طالبانو له ځان سره بیولي دي.))
دغه راز امرخېل دا هم وويل چې بېګاه په قره باغ ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبان تر منځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې اووه طالبان وژل شوي، څلور طالبان او درې پوليس ټپيان دي.
د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.
ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښټ لپاره اړين اقدامات وکړي.
دغه جګړې طالبان هم تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د ده يک په تاسن سيمه کې طالبانو د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې اووه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دغه راز هغه زياته کړه چې د قره باغ په جګړه کې درې پوليس وژل، څلور پوليس او دوه طالبان ټپيان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP