Language

پکتیکا کې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ښرنه (پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٦): د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په کور کې د چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د جاني خېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد برات د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن سهار د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان عبدالشکور په کور کې شوې ده.

هغه وايي: ((پرون د طالبانو او د سيمه ييزو پوليسو تر منځ جنګ شوى چې په کې دوه طالبان مړه شوي او د وژل شوو طالبانو موټرسايکل سيمه ييزو پوليسو د قوماندان عبدالشکور کور ته وړى دى.))

ده وويل چې طالبانو په همدغه موټرسايکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو چې چاودنه يې کړې ده.

قوماندان وايي چې په دې چاودنه کې د قوماندان عبدالشکور د کورنۍ څلور ماشومان وژل شوي او د ښځو په ګډون اووه تنه نور ټپيان دي.

هغه د قوماندان عبدالشکور د روغتيايي وضعيت په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.