Language

پکتیکا کې پرونۍ چاودنې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان د کور ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تعقيبي- ښرنه (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٦): د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په کور کې د چاودنې له امله اته کسان وژل شوي او د قوماندان په ګډون پنځه نور ټپيان دي.

د جاني خېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد برات د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه پرون سهار د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان عبدالشکور په کور کې شوې ده.

هغه وايي: ((پرون د طالبانو او د سيمه ييزو پوليسو تر منځ جنګ شوى چې په کې دوه طالبان مړه شوي او د وژل شوو طالبانو موټرسايکل سيمه ييزو پوليسو د قوماندان عبدالشکور کور ته وړى و.))

ده وويل چې طالبانو په همدغه موټرسايکل کې چاوېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو چې چاودنه يې کړې ده.

د قوماندان عبدالشکور ورور عبدالمالک پژواک ته وويل: ((پرون سهار وخته طالبانو د هستي په پوسته بريد وکړ چې زموږ له کلک مقاومت سره مخ شول، يو طالب په کې ووژل شو، موټرسايکل يې موږ ته په لاس راغی، کله چې مو کور ته راووړه سخته چاودنه يې وکړه.))

ده وويل چې په دې چاودنه کې يې د کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي او د ورور په ګډون يې پنځه تنه نور ټپيان دي.

د دغه کورنۍ يو بل غړي حاجي ګل پژواک ته وويل چې په روانو جګړو کې تر اوسه د قوماندان عبدالشکور د کورنۍ ١٤ غړي وژل شوي او ٧ نور يې ټپيان شوي دي.

ده وويل: ((قوماندان عبدالشکور په دې ولسوالۍ د امنيت د ټينګښټ لپاره ډېره قرباني ورکړې ده، خو حکومت يې اوس هم سم لاسنيوى نه کوي.))

د هغه اند که قوماندان عبدالشکور استعفا ورکړي نو د جاني خېلو تر څنګ به د خيرکوټ ولسوالۍ هم سقوط وکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.