لښکرګاه (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٦) : د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ مسوولين وايي ، چې تېرو دوه ورځو کې تر ولسوالۍ پورې دوه پاتې خلاصې لارې هم بېرته تړل شوې دي.
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې عمليات يوازې د اردو د پرسونل د تبديلۍ او پوليسو د نوي ټاکل شوي قوماندان د رسولو لپاره شوي وي، اضافي پرسونل نن بيرته تلى دى.
د سرچينې په وينا، د اضافي پرسونل تګ سره اوس سولا و شمال ته پرانستل شوې لارې بېرته تړل شوې دي.
د سرچينې په ويناپ، د ملي اردو قوماندان او پرسونل ولاړل او له ځنډه پرته طالبانو لارې بندې کړ.
بل خوا د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان وايې هلته ورغلي پرسونل خپل عملياتو مسير بدل کړی، ختم شوي ندي.
دی وايي د عملياتو نوی هدف د طالبانو د اکمالاتو لارو بنديل دي، بل خوا يوازې تېره شپه تر شلو ډير طالبان او د هغو قوماندان وژل شوي دي.
افغان وايي، چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو د کندهار- هرات لوی لارې پر سر د کمين په ترڅ کې ۵ تنه طالبان وژل شوي او يو پوليس ټپي شوی دى.
د ياد ولوده چې د هلمند والي حيات الله حيات څو ورځې مخکې ويلي وو، چې د مارجې عمليات د اکمالاتي لارو د خلاصولو او دوامداره امنيت لپاره ترسره کيږي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په مارجه کې حکومتي ځواکونو له ماتې وروسته له سيمې وتلي او ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP