Language

وسله والو په زابل کې يو قومي مشر وژلى

کلات (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٦) : وسله والو مخالفينو په زابل ولايت کې يو تن قومي مشر وژلى دى.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال دغبرګولي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه  پرون تر غرمې وروسته د شاه جوى ولسوالۍ د چينو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ يو تن قومي مشر اسماعيل حبيب اخوندزاده له جومات څخه تر وتلو ورسته  د وسله والو مخالفينو وژل شوى دى.

سيال وايي، چې بريدګر دوه تنه وو او په سراچه موټر کې په تېښته بريالي شوي دي.

د نوموړي په وينا، پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.

login or register a new account.