Language

ارګون کې ١٨ وسله وال وژل شوي

ښرنه (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦) : چارواکي وايي چې د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتيکا ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال دا دلله خان هوتک د غبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تيره شپه يوه بجه وسله والو طالبانو د ارګون ولسوالۍ اړوند د پيرکوتي په سيمه کې د پوليسو پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.

نوموړی وايې، چې وسله والو د پوليسو له سخت غبرګون سره مخ شول، چې په پايله کې يې ۱۸ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور يې ژوبل شول، خو پوليسو ته په کې هيڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

دهغه په خبره ، اوس هم په سيمه کې خال خال ډزی اوس هم رواني دې، ځکه چې وسله وال طالبان غواړي له سيمي خپل مړي وباسي.

د ارګون ولسوالۍ امنیه قوماندان حاجي رحيم پژواک ته وويل، چې دپيرکوتي په سيمه کې دګيان ولسوالۍ پوليس ميشت دي ځکه ګيان ولسوالۍ سقوط ده.

د هغه په وينا، دوی معلومات نه لري، چې څومره وسله وال طالبان وژل شوي دې، خو هڅي رواني دې تر څو ياد جسدونه اورګون ته  انتقال کړي.

هغه خپل لورته دهرډول زيان خبره رد کړه.

دپيرکوتي دسيمي اوسيدونکي بخت جان پژواک ته وويل، دپېشلمي په وخت دپوليسو په پوستو شديد بريدونه پيل شول، ترسهار نا وخته يې دوام درلود.

نوموړی وايې، چې په ډې نښته کې پوليسو ته هم زيان اوښتی خو دکره شميزې په اړه معلومات نه لري او زياتوي، چې دپيرکوتي سيمه دوسله وال طالبانو تر پوره واک لاندي ده ځکه دولتي کومکي ځواکونه هم سيمي ته نشي رسيدلی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.