مزار شريف (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦) :په بلخ ولايت کې د يوه افغان سرتېري پر ډزو کې اوه تنه امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي.
په بلخ ولايت کې د شاهين قول اردو وياند قهار ارام د غبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو د قول اردو په ګارنيزيون کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د کومانډو ځواکونو يو سرتېري پر بهرنيو سرتېرو ډزې کړې، چې له امله يې هغوى ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو قهار ارام د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره او هويت په ډاګه نه کړه.
په افغانستان کې د ناټو دروزنې د ماموریت (غوڅ ملاتړ) لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې په یاده پيښه کې اوه امریکایي سرتیري ټپیان شوي .
سرچینې زیاته کړي، چې ټپي سرتیري تر درملنې لاندې دي، خو د هغوی د روغتیایي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.
ناټو ویلي، چې له افغان ځواکونو سره په ګډه یې دپيښې پلټنې پیل کړې دي.
تردې مخکې يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته ويلي وو، چې په دې بريد کې د ناټو څلور بهرني سرتېري وژل شوي.
د يادونې ده، چې په بلخ ولايت کې د ناټو جرمني او او امريکايي سرتېري مېشت دي.د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې په ننګرهار ولايت کې هم د يو افغان سرتېري په ډزو درې امريکايي سرتېري وژل شوي وو .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP