تالقان (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٦) : اورلګېدنې د تخار ولايت په تالقانو ښار کې په سلګونو هټۍ سوځولي او لسګونه ميليونه افغانۍ زيان يې اړولى دى.
د تالقانو ښار په نجارۍ سيمه کې د تېرې ورځې اورلګېدنې څه باندې اوه سوه هټۍ سوځولي، د نجارۍ سيمې يو تن هټيوال رحمت الله د غبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه اورلګېدنه دومره زوروه وه چې په لسو دقيقو کې دوه درې سرايونه و سوځېدل او اور نورو سرايونو ته هم خپور شو.
نوموړی وايي چې په نيم ساعت کې ټولو سرايونه وسوځېدل .
دی زیاتوي: ((موږ چې کله د جمعې له لمانځه را وګرځېدو، اور لګېدلی و، تر څو چې موږ راتللو په ټولو سرايونو کې اور بل و، زما ۸ د نجارۍ دوکانونه سوځېدلي او شل ميليونه افغانۍ زيان را اوښتى دى. ))
ددغه سرای هټۍ وال د اور وژنې پولیس د اور په کنټرول کې په بې پامۍ تورنوي او زیاتوي چې که د اور وژنې ډله په وخت راغلى واى، د زیانونو مخه به یې نیولې وه.
يو بل هټۍ وال شرف الدين وايي، د اور وژنې عمله ناوخته راغله او بل دا چې اوبه ور سره نه وې .
دی زیاتوي: ((اطفائيه راغله، لږ غوندې اوبه يې و شيندلې، اوبه يې خلاصې شوې، بېرته لاړه تر څو چې د کندوز اطفائيه ورسېدله، ټول سرايونه سوځېدلي وو. ))
د هغه په وينا، د کندوز اطفائيې بيا نورو سيمو ته د اور د خپرېدو مخه ونيوله.
په ورته وخت کې بیا د تالقانو ښار د اصنافو رییس حبیب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو سرایونو يوه نيمه بجه اور لګېدلی او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
هغه له حکومت څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
د تخار برېښنا شرکت عملیاتي مرستیال انجنير حبیب الله چې ددغې اورلګېدنې له امله د زیانونو د ارزونې د کمېټې غړی دی وايي چې اور ددغو سرایونو تر څنګ له يوه حمامه خپور شوی و.
نوموړی وايي چې د حمام له اورخونې څخه چې سرای سره يې دیوال نړېدلی وو، اور خپور شوی دی.
دی زیاتوی: ((تاسو وګورئ د سرای چې وچ لرګي په کې کوټه شوي وو او د حمام د اور خونې ترمنځ دیوال نړېدلی، کله چې اور له نغري څخه د باندې را باسي، شمال دغه اور سرای ته وړي او هلته بیا په وچو لرګیو اور لګيږي او اور لګېدنه رامنځته کېږي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP