ښرنه (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٦): د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د پکتیکا د ۱۶ ولسوالیو د نظارت امرینو ته یې پر انټرنټ سمبال (اى پاډ) د ورکړې نوې لړۍ پیل کړه، تر څو پرې له ښوونځیو څخه څارنه وشي.
د پکتیکا د پوهنې رئیس محمد نسیم واجد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولایت د مرکز په ګډون د ۱۶ ولسوالیو د پوهنې وضعیت د لا ښه څار په موخه یې نن د نظارت امرینو ته (آی پاډ) په واک کې ورکړل.
ده زياته کړه، د دې (ای پاډ) موبايل په مرسته به په لرې پرتو ولسوالیو کې چې تر ډېره یې د پوهنې په برخه کې له ولایتي ادارې او مرکزي دولت سره پوره معلومات نشته، رښتینی تصویر شریک شي.
د پکتیکا د خیرکوټ ولسوالۍ د ښوونیزې څارنې مدیر غلام رسول شېرزاد وايي، له دې وړاندې به یې په سیمه کې د ښوونځيو په اړه راټول کړي معلومات پر وخت اړوندې ادارې ته نه رسېدل.
د هغه په خبره، د دې (آی پاډ) په ترلاسه کولو سره به وکولای شي معلومات په چټکۍ راټول او په وخت اړوند مرجع ته وسوي.
په ورته مهال د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت که څه هم په تېرو پنځلسو کلونو کې د پوهنې اړوند د څارنې له کارکوونکو څخه ناخوښي ښيي، خو زیاتوي چې روان کال یې د همدې برخې د ښې څارنې په موخه ځانګړي کسان ګومارلي دي.
ده زياته کړه، د پوهنې بهیر څارونکو ته د (ای پاډ) په ورکولو سره به ولایتي او مرکزي ادارې پر خپل وخت د پکتیکا په ګوټ ګوټ کې د معارف له پروسې خبر او په وړاندې به یې اقدام کوي.
د يادونې وړ دی، چې د نه څارنې له امله اوس هم په پکتيکا کې خيالي په لسګونو داسې ښوونځي او ښونکي شته چې کلونه کېږي په غير قانوني ډول معاش او د ښوونځي امتيازات ترلاسه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP