خوست ښار، فراه (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٦): د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې له امله يې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په سوېل خيتځ زون کې د سرحدي پوليسو عمومي قوماندان مل پاسوال راز محمد مندوزي د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د ځاځي ميدان د چتو غره په سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((رينجر موټر ښار ته راغلى، په بېرته تلو کې کله چې د غره نيمايي برخې ته رسېدلى، چاودنه پرې شوې ده.))
د ده په وينا، په دې پېښه کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او رينجر موټر يې هم ويجاړ شوى دى.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ځاځي ميدان د خوست له سرحدي ولسواليو څخه ده چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري.
د يوه بل خبر له مخې، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو په نښته کې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د امنيه قومندانۍ وياند اقبال باهر، پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار د بالابلوک په شيوان کلي کې د پوليسو کاروان د مخالفينو له کمين سره مخامخ شو، چې په پايله کې يې يو طالب ووژل شو او دوه نور ژوبل شول. دغه راز يو پوليس هم برسېرن ټپي شوى دى.
login or register a new account.