لښکرګاه (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٦): د هلمند مسوولين وايي، د هلمند – کندهار لاره په ګرشک ولسوالۍ کې له څو ساعتونو راهيسې تړل شوې ده.
د پوليسو يوې سرچينې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لاره د ګرشک ولسوالۍ د نهر سراج د سيمې په پوپلزي ښاخ کې د سهار له لسو بجو راهيسې له وسله والو مخالفينو سره د جګړې له امله تراوسه پورې (د مازيګر څلورنيمې بجې) بنده ده.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک بيا وايي، چې دا لاره نن ماسپښين يوه بجه د ماين له چاودنې وروسته بنده شوې ده.
ده پژواک ته زياته کړه، که څه هم ډزې شته، خو لاره د ماين د چاودنې له امله تخريب شوې چې تګ راتګ پرې نه کېږي.
خو هغه ډاډ ورکړ چې لار به جوړه شي او مسافرو ته به د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د ځواک په وينا، طالبانو له لرې واټن څخه ډزې کوي، چې د لارې د بندېدو لامل نه کېږي.
د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان وويل، سيمې ته د انجنيرۍ ډله تللې او کله چې لاره له ماينونو پاکه شي، مسافرو ته به د تلو راتلو اجازه ورکړل شي.
د سېلاب هاشمي په نوم يوه مسافر چې له کندهاره هلمند ته را روان و، پژواک ته وويل چې د لارې بندېدو له امله سلګونه مسافر په سخته ګرمۍ کې ولاړ دي.
د حبيب الله په نامه يوه بل مسافر هم ورته شکايت وکړ او ويې ويل، چې له څو ساعتونو راهيسې سلګونه موټر او زرګونه مسافر په لاره کې بند پاتې دي.
د يادونې ده، چې په ياده شوې سيمه کې نن غرمه په هاموې موټر د چاودنې په ترڅ کې د پوليسو يو افسر او څلور پوليس ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP