Language

په کندوز  کې يوه ځانمرګي ځان پوليسو ته سپارلى دى.

کندوز ښار(پژواک،٣٠غبرګولى٩٦): په کندوز ولايت کې يوه ځانمرګي ماشوم له چاودنې وړاندې ځان پوليسو ته تسليم کړى دى.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د عصمت الله په نوم يو ځانمرګي بريد کوونکي د کندوز په مرکز کې ځان پوليسو ته تسليم کړى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې،  عصمت الله ١١کاله عمر لري چې د ځانمرګي بريد زده کړې ورته د دې ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په جنګل سيمه کې ورکړل شوې دي.

قوماندان وايي چې عصمت الله په خپل جرم اعتراف کړى دى.

هغه وايي، دا لومړى ځل نه دى تر دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د جګړې په ليکو کې له ماشومانو څخه ګټه پورته کړې ده.

دغه راز عصمت الله پژواک ته وويل چې د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى.

هغه وايي: (( څو مياشتې وړاندې دوه ملګري مې راغلل، راته يې و ويل چې امام صاحب ولسوالۍ  کې يوه ښه مدرسه ده هلته به درس ته لاړ شو، زه او ورور مې ورسره لاړو، ورور مې لږ وخت وروسته بېرته کورته لاړو خو زه پاتې شوم.))

هغه وايي چې تر يوې مودې ورته ديني زده کړې ورکړل شوې، خو وروسته يې ورته د ځانمرګي بريد په اړه  زده کړې ورکړې دي.

هغه زياته کړه: (( وړمه شپه د مولوي ذکي په نوم يو کس راغى او ماته يې په ژبه کې يوه پيچکاري وکړه او بيا يې واسکټ راکړ او راته يې وويل چې د کندوز ښار د پوليسو  اولې حوزې ته دې وړم، هلته ځانته انفجار ورکړه.))

د هغه په وينا، مولوى ذکي ورته ويلي چې دا دنيا هېڅ په کار نه ده، ټول عيش او عشرت په هغې دنيا کې ده، بايد ژر ځان ورسوي.

عصمت الله وايي چې د شپې مهال له هغه ځايه وتښتېده او بيا يي په کندوز ښار کې پوليسو ته ځان تسليم کړ.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.