ښرنه (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٦): د پکتيکا له لسګونو بېځايه شويو او زيانمنو شويو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پکتيکا والي الياس وحدت د دې مرستو د وېش پرمهال، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مرسته شويو توکو کې ٢١ قلمه بېلابېل خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي چې ٢١٠ بېځايه شويو کورنيو او يا هم هغو کورنيو ته چې غړي يې په جګړو کې له لاسه ورکړي، ووېشل شول.
ده زياته کړه، درې بار وړونکې ريکشاوې هم هغو کسانو ته ورکړل شوې چې په بېلابېلو پېښو کې ورته مالي زيان اوښتى و.
د هغه په وينا، که څه هم دا مرستې بسنه نه کوي، خو دا چې اختر را روان دى، نو تر يوه بريده به يې اقتصادي لاسنيوى شوى وي.
د دې مرستې يوه لاسته راوړونکي امير، پژواک ته وويل، خوښ دى چې په سختو حالاتو کې يې حکومت لاسنيوى کوي او مرسته ورسره کوي.
د ده په خبره، له جنګ جګړو دردېدلي او هيله مند دي چې نور په هېواد کې د سولې ډادمنه فضا رامنځ ته شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP